د نجي ايئر لائن وړومبے پرواز د 147 حاجيانو سره د جده نه لاهور ته راورسېد

لاهور 11 جون (اے پي پي) د نجي ايئر لائن وړومبنے پرواز پي اے 473 د 147 حاجيانو سره د جده نه لاهور ته رارسېدلے دے ٬ د صحت صوبائي وزير خواجه عمران نذير د حاجيانو هركلے وكړو۔ په دې موقع دوي سره د حج ډائريکټوريټ لاهور ډائريکټر سيد عارف حضور او ډپټي ډائريکټر مجيب شاہ هم موجود وٶ۔ په ايئر پورټ د حاجيانو د راتګ په موقع ده ووئيل د پنجاب حكومت لخوا حاجيانو ته د حج په سعادت ترلاسه كولو مباركي وركوٶ۔ ده په دې موقع ووئيل هر حاجي د حج په مهال په سركاري توګه د بهترين انتظامات ستائنه كړې او د پاكستان او سعودي حكومت ېې مننه هم كړې۔ ده ووئيل مونږ وزيراعظم شهباز شريف، د پاکستان ايئر لائنز او ايئرپورټ انتظاميه له هم مباركي وركوٶ چا چې حاجيانو لپاره ښه انتظامات كړي۔ د صحت وزير ووئيل مونږ په دې خبره هم خوشحاله يو چې د پاكستاني قام جذبه ځوانه ده٬ لوي څښتن دې پاكستان له نورې كاميابۍ وركړي۔