اوسني مالي كال كښې د خرڅونو په رجحان كښې كمے راغلے ۔ د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال وئيلي دي روان مالي كال كښې د خرڅونو په رجحان كښې كمے راغلے دے٬ دغسې حكومت هڅه كوي چې په خرڅونو نور هم قابو وموندلے شي چرته چې ضرورت ؤ هلته به خرڅ كولې شي۔ د شورو په ورځ د پوسټ بجټ پرېس كنفرنس په مهال د خزانې سيكرټري امداد الله بوسال ووئيل مالي كال 2022 كښې خرڅونو كښې 15.9 فيصد ، مالي كال 2023 كښې 23.6 فيصد او 2024 كښې 12.2 فيصد اضافه شوې وه۔ امداد الله بوسال ووئيل روان مالي كال كښې د خرڅونو په رجحان كښې كمے راغلے ٬ دغسې حكومت هڅه كوي چې په خرڅونو نور هم قابو وموندلے شي چرته چې ضرورت ؤ هلته به خرڅ كولې شي۔