
پیښور 11جون(اے پی پی)پېښور كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي۔ د زلزلې پيما مركز له مخې پېښور كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي٬ريكټر سكيل د زلزلې شدت 4.7 رېكارډ كړے چې مركز يې افغانستان كښې د هندوكش غرئيزه سيمه وه او ژورتيا يې 211 كلوميټر وه۔د زلزلې جړقونو څخه د ښار وګړو كښې يره پېدا شوه او د كلمه طيبه په ورد كولو د كورونو او دفترونو څخه بهر راوتل٬د زلزلې څخه د كوم ځاني او مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې