په 7 زره ټيرف لائنز كښې په 4 زره اضافي کسټم ډيوټي ختمه كړې شوې، د خزانې وفاقي وزير

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزېب وئيلي دي په 7 زره ټيرف لائنز كښې په 4 زره اضافي کسټم ډيوټي ختمه كړې شوې۔ د شورو په ورځ پوسټ بجټ پريس کنفرنس كښې د وېنا په مهال ده ووئيل د راتلونكي مالي كال په وفاقي بجټ كښې ټيرف اصلاحات ته خاص پام شوے د كوم چې زيات اهميت دے، د دې وړومبے مقصد پروټيکټډ رجيم بدلول دي دغسې چې په كېش او انساني وسائل كښې بهتري راشي ٬ دې څخه به برامدي څانګې ته هم ګټه ورسي، حکومت پوهېږي چې په ډھانچه جاتي بنياد هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د معيشت بنيادي ډي اېن اے بدلول ضروري دي٬ ده ووئيل په 7 زره ټيرف لائنز كښې په 4 زره اضافي کسټم ډيوټي صفر كړې شوې ٬ په 2700 كښې د کسټم ډيوټۍ شرح كمه كړې شوې دغسې دوه زره داسې ټېرف دي چې تعلق ئې د خام مال سره دے او ھغې څخه به برآمدي صنعت ته په يقيني توګه ګټه ورسي۔ ده ووئيل د ټيرف اصلاحات دا سلسله به روانه وي او زمونږ هڅه ده چې په مجموعي توګه په ټېرف رجيم كښې 4 فيصد كمے وكړے شي۔