راتلونكي مالي كال لپاره د 17 زره 576 اربه روپو وفاقي بجټ وړاند كړے شو٬ د اقتصادي پرمختګ شرح 4.2 فيصد٬ د افراط زر شرح 7.5 فيصد متوقع٬ د ملازمينو تنخواه كښې د لس فيصده او پنشن كښې د 7 فېصد اضافې تجويز ٬ د ټېكس محصولات حجم 14 زره 131 اربه روپۍ مقرر كولو وړاندېز

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 26-2025 لپاره د 17 زره 576 اربه روپو حجم وفاقي بجټ وړاندې كړے شو٬ د اقتصادي پرمختګ شرح 4.2 فيصد٬ د افراط زر شرح 7.5 فيصد متوقع ده ٬ د ملازمينو په تنخواه كښې د لس فيصده او پنشن كښې 7 فېصد زياتوالے ٬ د ټېكس محصولات حجم 14 زره 131 اربه روپۍ او د نان ټېكس ريونيو هدف 5 زره 147 اربه روپۍ مقرر كولو ٬ په تنخواګانو كښې موجوده تفاوت ختمولو سره اهل ملازمينو ته 30 فيصده ډسپيريټي ريډکشن الاٶنس وركول او د وسله والو ځواكونو افسرانو او اهلكارو ته په هېواد كښې د امنيت خطرو په مهال د پولو تحفظ لپاره د ستائنې وړ خدمات په اعتراف كښې د سپيشل ريليف الاٶنس وركولو تجويز وركړے شوے۔ د نهې په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزېب د راتلونكي مالي كال بجټ وړاندې كولو په مهال ووئيل د دې معزز ايوان په وړاندې د مالي كال 26-2025 بجټ وړاندې كول زما لپاره د لويې اعزاز خبره ده۔د دې مخلوط حكومت دا دوهم بجټ دے او زه د وزيراعظم ميا محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې اتحادي حكومت كښې د شاملو سياسي ګوندونو د مشرانو په خاص توګه د محمد نواز شريف٬بلاول بهټو زرداري٬خالد مقبول صديقي٬چوهدري شجاعت حسين٬عبدالعليم خان او خالد حسين مګسي د لارښودنې لپاره د زړه د كومې مننه كوم۔ ده ووئيل دا بجټ په يوه مهمه او تاريخي موقع وړاندې كيږي كله چې قام په اوسنو كښې د غېر معمولي اتحاد٬عزم او د همت عملي مظاهره كړې٬د هندي جارحيت په مقابل كښې زمونږ سياسي قيادت٬پاك پوځ او د پاكستان غيور اولس د بهادرۍ او يو والي ثبوت وركړے٬كوم به چې په تاريخ كښې عمر له ياد ساتلے شي۔دا لويه بريا د عسكري كاميابۍ نه علاوه د ټول قام اجتماعي شعور٬قامي وقار او د غيرت څرګندونه وه٬زه د پاكستان عسكري او سياسي قيادت له مباركي وركوم۔ ده ووئيل زمونږ پوځ په خپله پيشه وره پوهه ٬ شجاعت او د قربانۍ په جزبه دښمن له په زړه پورې ځواب وركړے چې ورسره نه يوازې زمونږ د پولو دفاع ناقابل تسخير شوه بلكې په نړيواله ورورولۍ كښې د پاكستان وقار هم زيات شو٬دې عظيمې كاميابۍ دا پیغام وركړې چې د پاكستان قام په هر آزمېښت كښې متحد دے او د هېواد د دفاع لپاره يو دے۔ ده ووئيل د قامي عزم او يووالې تر مخه اوس زمونږ پام معاشي استحكام٬پرمختګ او څوكالۍ ترلاسه كولو پلو دے٬مونږ چې د كومې جذبې سره قامي سلامتيا په قوي بنيادونو روانه كړې هم په دغه خلوص او حوصله به مونږ له خپل معيشت مستحكم او د اولس ښېګړه باوري كول وي۔ ده ووئيل مونږ د تير يو كال په مهال د قامي اتحاد او د عزم په جذبه د معاشي بحالۍ٬اصلاحات او پرمختګ مزل په كاميابۍ سره ترسره كړے۔ ده ووئيل مونږ د يو داسې معيشت پلو پام لرنه كوو كوم چې ټولو طبقو له پرمختګ وركړي او د ماحوليات او وسائلو تحفظ باوري كولو سره د اوږد مهاله د پرمختګ لاره سمه كړي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل هم دغه وژن مونږ مخ په وړاندې بوځي٬د يو داسې پاكستان پلو چرته چې هر يو وګړي ته پرمختګ ترلاسه وي او د قام په حېث مجموعي څوكالي وي۔هم دغه زمونږ عزم٬تګلاره او غږ دے۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل مونږ تېر كال د معيشت ښه والي لپاره ځينې اقدامات كړي٬د كومو په نتيجه كښې چې په مالي نظم او ضبط كښې ښه والے راغلے او مونږ ځينې كاميابۍ ترلاسه كړي چې پكښې د ځينې ذكر كول غواړم۔د جي ډي پي 2.4 فيصد برابر پرائمري سرپلس ترلاسه كول ۔افراط زر كښې ښكاره كمې 4.7 فيصد(دا خبره دې ياده وي چې دوه كاله وړاندې د افراط زر شرح 29.2 فيصد ته رسېدلې وه۔) تېر كال د 1.7 ارب ډالر خسارې په مقابل كښې سږ كال سر پلس كرنټ اكاؤنټ 1.5 ارب ډالر متوقع دے۔ د روپۍ په قدر كښې استحكام ترسيلات زر د موجوده مالي كال لسو مياشتو كښې 31 فيصد اضافې سره 31.2 اربه ډالره ته رسيدلي۔مونږ هيله لرو چې د موجوده مالي كال تر آخر به د ترسيلات زر حجم 38 اربه ډالر ته ورسي۔ د اسټيټ بانك سره د زرمباردله پانګو كښې دوه اربه ډالره اضافه شوي۔د موجوده كال تر آخر به دا پانګې 14 اربه ډالر ته ورسيږي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل اقتصادي ښه والي له حكومت سختي پريكړي كړي٬ زمونږ غيور اولس هم لويې قربانۍ وركړي د كومو چې مثبت نتيجې ترلاسه شوي۔ زمونږMacroecnomic stabilization programme كاميابي په نړيواله كچه منلې شوي۔ګلوبل فنانشل ادارې٬ ريټنګ ايجنسيز او ملكي او غير ملكي سروے معيشت كښې د ښه والي ګواهي وركوي۔PWC له مخې د كاروباري ادارو مشرانو معيشت كښې د ښه والي باور 49 فيصده څخه تر 83 فيصده ته ښودلے۔د دې باور په وجه overseas Chambr كښې په پاكستان كښې د كاروبار كوونكو بهرنو سرمايه كارو هم اوريدلې كيږي۔چرته چې Business Confidence index كښې تاريخي ښه والې راغلے۔ د ګيلپ سروے له مخې هم د پاكستان په معيشت كښې ښه والے راغلے او housdhold Financial Outlook كښې يوازې په تېرو دريو مياشتو كښې 27.5 فيصد اضافه شوې۔IPSOS سروے له مخې د پاكستان ښه سباؤن په اړه هم د اولس او ځايې صارفينو توقعات زيات شوي او دا د 6 كلونو لوړې كچې ته رسېدلې دي۔ Fitch د پاكستان ريتڼګ سي سي سي پلس څخه په زياتولو B ته په رسېدو سباؤن كښې د ښه والې زيرے وركړے٬موډيز هم معيشت كښې ښه والے په ګوته كړے۔ADB٬WB او IFC نه يوازې د پاكستان د معيشت په سباؤن د باور څرګندونه كړې بلكې د پاكستان لپاره يې د لويې فنانسنګ وركولو هم اعلان كړے دے۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت په لږه موده كښې په بېلا بېل سيكټرز كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه كړي٬په دغه كاميابو كښې د ځينې مهمو اصلاحاتو تفصيل ايوان ته وړاندې كول غواړم۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل زمونږ تر ټولو لويه مهمه معاشي مسئله د محصولات نظام پرله پسې كمزوري وه۔د پاكستان ټيكس ټو چي ډي پي ريشو 10.0 فيصده وه كومه چې د پرمختيائي خرڅونو او رياست اتظامي چارو چلولو لپاره پوره نه وه۔دې نه ځانله ايف بي آر له مخې پاكستان كښې د ټيكس ګيف اندازه 5.5 ټريلين روپۍ لګولې شوې وه ٬ يعني مونږ نيم څخه زيات ممكنه ټيكس څخه محروم وو۔ دا صورتحال د نه قبلولو وړ وو ۔ دې خلا لرې كولو لپاره دا نه يواځي ضروري وه بلكه هېواد د فيصده ټيكس ټو جي ډي پي ريشو جامع پرمختګ پلو روانول وو۔ دا خبره په ډاګه شوې وه چې ايف بي آر د دې حل يواځي يوه برخه نه دے بلكه بنياد دے۔ايف بي آر د ټرانسفرم كولو نه غير معيشت مستحكم كول او قامي اهداف سر كول ممكن نه وو۔دې لپاره د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ايف بي آر ټرانسفرمشين ريفارمز پيل شول۔دا كوم روايتي مشق نه وو بلكه د وزيراعظم په نګرانۍ كښې د يو تفصيلي مشاورت د لارې جوړه شوي منصوبه وه د كومې چې ستمبر 2024 كښې منظوري وركړې شوې وه۔د دې منصوبې بنياد په درېو ستنو دے۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د دې مخصوبې محور ډيجيټل ټرانسفرمېشن دے۔ په پاكستان كښې په وړمبي ځل معيشت او د ټيكس نظام ترمينځه كوټلې ډيجټل اينټي ګرېشن پيل شوے۔ د دې منصوبې ترمخه پورته شوي مهم اقدامات كښې ډيجيټيل پروډكشن ټريكنګ پيل د چينو څانګي څخه شوے٬ كوم چې اوس سيمنټ ٬ مشروبات ٬ سري او تر ټيكسټائل پراخه كيږي۔ بزنس ټو بزنس لين دين ته دستاويزي شكل وركولو لپاره ټول هېواد كښې د اي اينواسنګ اجراﺀ۔ سيلز او انكم ڼيكس لپاره په آرټيفيشل اينټيلجنس اډانه ډټ سيليكشن سسټم څلورو واړو صوبو كښې پوائنټ آف سيلز نظام اينټي ګرېشن۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د ټيكنالوجي سره سره مونږ د انساني وسائلو په پرمختګ هم سرمايه كاري كوو۔د آډيټرز Capacity Building لپاره نوي بهرتي شوي۔شعبه جاتي پوهان او آډټ مينټرز بهرتي كړې شوي دغسې چې د تربيه لرونكي او پېشه وره لارښودني تسلسل په ځائې وساتلې شي۔افسرانو له د آډټ ٬ قانون او ډيجيټل پوهو اډانه منظم تربيتي پروګرامز د لارې سكيلز وركړے كيږي۔ تر ټولو مهمه خبره دا ده چې اوس افسرانو ته ريوارډز يواځي په سنيارټي نه بلكه د هغوي په كاركردګۍ ٬ پېشه وره رويه او ديانت دارۍ وركړې كيږي۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل زه ایوان ته ووئيل غواړم چې د دې منصوبي ابتدائي نتيجې د ډاډ وړ دي۔ د چينو په څانګه كښې محصولات 47 فيصده څخه زیات شوي دي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په تاریخ كښې په وړومبي ځل د IMF قوانین enforcement د لارې 389 اربه روپۍ محصولات په باضابطه توګه منلې شوي۔ دا غیر معمولی اعتراف زمونږ د اصلاحاتی اقدامات طاقت، وسعت ا تشخص ښكاره ثبوت دے۔ په ساده ډول دا چې دا د آئی ایم ایف د پاکستان په اصلاحات د باور څرګندونه ده۔ كومو كسانو به چې د مني بجټ ډنډوري كولې زه ډير په ادب سره د هغه ملګرو په خدمت كښې عرض کول غواړم چې كوم هم منی بجټ نه دې راوړلے شوے او نه كوم اضافی ټیکس لګولے شوے