
پېښور ۔ 10 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي د سېلاب ځپليو مرستې له د متحرك تنظيمونو او شتمندو كردار د ستائنې وړ دے ، سېلاب ځپليو ته د مرستې په رسولو او د هغوي بيا بحالولو كښې د فېضان ګلوبل ريليف فاؤنډېشن كردار هم د ستائنې وړ پاتې شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېف جي آر اېف تر سيوري لاندې د ډېره اسماعيل خان 61 سېلاب ځپليو ته د مرستې چېكونو وركولو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دستورې ته د دعوت اسلامي مركزي شوریٰ غړي الحاج یعفور رضا عطاری او د خېبر پښتونخوا ذمه وار سلیم عطاری هم خطاب وكړو۔ ګورنر ووئيل د تېر سېلاب په مهال تر ټولو زياتو ځپلو شوو سيمو كښې د خېبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان ضلع هم شامله وه۔ ده ووئيل د ډېره اسماعيل خان د ځپليو په مرسته كولو د اېف جي آر اېف مننه كوم۔ ده ووئيل ټول قام په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كوي۔ ده ووئيل د آپرېشن بنيان مرصوص مثال زمونږ په وړاندې دے په كوم كښې چې زمونږ پوځ په هر لحاظ سره زيات وسائل لرونكي هېواد ته د پاك پروردګار په مرسته په 78 ساعتو كښې عبرتناكه ماتې وركړه۔ په دغه مهال ټول قام پاك پوځ سره يو برابر ولاړ ؤ۔ ده د دعوت اسلامي د خېر ښېګړې او ميډيا د لارې د اصلاحي هڅو ستائنه هم وكړه