په غزه كښې د بشري مرستې ناكه بندي سكينډل او د شرم وړ عمل دے: فرانسيسي صدر

پېرس۔10جون(اے پی پی) فرانسیسی صدر ایمانوئل مېکرون د بشري مرستې لارې يو وارې بيا پرانستلو غوښتنه كولو سره وئيلي دي چې په غزه كښې د بشري مرستې ناكه بندي يو سكېنډل او د شرم وړ عمل دے۔ د العربيه له مخې فرانسيسي صدر ایمانوئل مېکرون په محصور فلسطيني سيمه كښې د جنګ بندۍ هم غوښتنه كړې ده۔