
اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) حکومت به د مالي كال 26۔ 2025 وفاقي بجټ نن د نهې په ورځ په 10 جون پارليمنټ ته وړاندې كوي۔ د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب به بجټ وړاندے كوي۔ د نوي مالي كال بجټ د معيشت بشپړ استحكام ٬ تلپاتي پرمختګ او اولسي هيلې نظر كښې نيولو سره د يو ټولشموله او مربوط اقتصادي روډ مېپ په صورت كښې ترتيب كړے شوے دے۔ د ذريعو له مخې د مالی كال 26۔ 2025 د وفاقي بجټ تياريانې د ټاكلي ټائم لائنز له مخې په بشپړ ډول روانې دي په كوم كښې چې ټولو اړوندو وزارتونو ٬ محكمو او همكارانو سره نزدې تړون او بېن الاداره جاتي همغږي باوري كړې شوې ده۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د بجټ په جوړولو كښې د بېلو تجارتي تنظيمونو ٬ چېمبرز آف كامرس او د اقتصادي پوهانو سره ملاقاتونه وكړل او د هغوي وړاندېزونه يۍ ترلاسه كړل۔ وفاقي وزير ټولو همكارانو ته باور وركړو چې د عمل وړ او حقيقت پسندانه وړاندېزونه به په بجټ كښې شامل كړې شي۔ د ذريعو له مخې د نوې مالي كال په بجټ كښې به د معيشت د بنيادي اشاريو استحكام او د بهرنيو او داخلي چېلنجونو مخنيوي له مضبوط اقدامات تجويز كولې شي۔ د محصولات او ټېكس دائره پراخا كول او غېر پرمختيائي خرڅونو كښې كمي لپاره كوټلي اقدامات به هم د بجټ برخه وي۔ د نوي مالي كال په بجټ كښې به آئی ټی انډسټری نړيوال معيار ته رسولو او برآمدات كښې ښكاره اضافه كولو له پالېسي اقدامات شاملولې شي۔ دغسې د بنيادي اډانې بهترۍ او د وروستو پاتې سيمو پرمختګ ته به خصوصي پاملرنه كوې شي۔