
اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لوے اختر په موقعه د بوسنيا او هرزېګووينا د ايوان صدر غړي ډاكتر ډینس بیسرویک سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ وزیر اعظم هغه او د بوسنیا او هرزېګووینا اولس ته د زړه له كومي د اختر مباركي وركړه او د هغوي امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره يۍ دعا وكړه۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د بوسنیا لارښود هم وزيراعظم له د اختر مباركي وركړه او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې پاكستان بوسنیا او هرزېګوینا سره خپلې د ورورولۍ ژورې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده دوه اړخيزه همكاري ٬ تجارت او د اولس ترمينځه تبادلې لا زياتولو له د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ وزیراعظم په اوسني پاك هند بحران كښې د پاكستان په ملاتړ د بوسنيا د مشرتابه مننه وكړه او هغه يۍ سوئيلي آسيا كښې امن لپاره د پاكستان هڅو څخه خبر كړو۔ وزیراعظم ډاكټر بیسرویک ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه۔ ډاكټر ډینس بېسرویک د دورې بلنه قبولولو سره وزيراعظم ته هم د بوسنيا او هرزيګووينا دورې كولو بلنه وركړه۔