اقتصادي اشاريې د قامي معيشت د استحكام عكاسي كوي ٬ فچ ٬ موډیز، نړيوال بانك او نورو نړيوالو ادارو د پاكستان په معيشت د باور څرګندونه كړې٬ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب خبري كنفرنس

اسلام آباد۔9 جون(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب وئيلي دي قامي سلامتيا لپاره اقتصادي سلامتيا زياته مهمه ده ٬ اقتصادي اشاريې د قامي معيشت د استحكام عكاسي كوي٬ په كال 2023ء كښې په پاكستان كښې د جی ډی پی شرح نمو منفی 2 فیصده وه كومه چې په كال 2024ء كښې 2.5 فیصده او سږ كال 2.7 فیصده ده٬ د جي ډي پي تناسب سره د ټېكسونو شرح د 5 كلونو په تر ټولو لوړه كچه ده۔ د ګل په ورځ دلته د قومي اقتصادی سروے 2024-25ء اجراء په موقعه د خزانې سېكرټري امداد اے بوسال او د حكومت معاشي ډلې سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل په كال 2023ء كښې د عالمګیر اقتصادی نمو شرح 3.5 فیصده، 2024ء كښې 3.3 فیصده او 2025ء لپاره اندازه د 2.8 فیصده ده۔ په دې تناظر كښې په كال 2023ء كښې په پاکستان كښې د جی ډی پی شرح نمو منفی 2 فیصده وه كومه چې په كال 2024ء كښې 2.5 فیصده او سږ كال 2.7 فیصده ده ، دې څخه د قامي معيشت د پرله پسې بحالۍ عكاسي كيږي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې په نړيواله كچه په كال 2023ء كښې د ګرانۍ شرح 6.8 فیصده، 2024ء كښې 5.7 فیصده او سږ كال 4.3 فیصده ، په پاکستان كښې په كال 2023ء كښې د ګرانۍ شرح 29 فیصد، 2024ء كښې 23 فیصد او سږ كال 4.6 فیصد ده۔ دې څخه دا ثابتېږي چې په ګرانۍ قابو موندلو له مو په سم لوري ګامونه پورته كړې دي۔ ده ووئيل تېر كال پالیسی رېټ 22 فیصد ؤ په كوم كښې چې د 1100 بېسز پوائنټس پرله پسې كمې شوې ٬ د جی ډی پی تناسب سره د پورونو شرح 68 فیصده څخه كمېدو سره د 65 فیصده كچې ته راغلې ده٬ دغسې د زر مبادله په پنګ كښې نزدې د 5 اربه ډالرو اضافه شوې ده٬ دا مهال د دوه مياشت درآمداتو لپاره زرمبادله موجود ده۔ وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په اولني دور او بيا د نګران حكومت په دور كښې پاکستان چې نړيوال مالياتي فنډ سره كوم پروګرام كړے ؤ هغې سره په پاكستان باور سوا شوے دے٬ د دغې باور له امله معاشي استحكام مو په تلپاتې بنيادونو مخ په وړاندې روان كړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل د ټېكس په څانګه كښې اصلاحات كيږي٬ دا مهال د جي ډي پي تناسب سره د ټېكسونو شرح د 5 كلونو په تر ټولو لوړه كچه ده۔ د خزانې وزير ووئيل د توان په څانګه كښې د اصلاحاتو عمل روان دے۔ صنعتی څانګې لپاره په ټېرف كښې كمې شوې دې۔ د ډسكوز بورډ كښې نجي څانګه شامل كړې شوې ده٬ اېن ټي ډي سي په درې كمپونو كښې بدله كړې شوه٬ د 1.27 ټریلین روپو ګرځنده پورونو لپاره بنكونو سره خبرې روانې دي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د ملكيتي ادارو خساره نزدې 800 اربه روپۍ ده۔ تېر كال 24 کمپنۍ نجكاري كمېشن ته وسپارلې شوې۔ دا عمل مخ په وړاندې روان دے۔ دغسې د پبلك فنانس په څانګه كښې هم پېشرفت روان دے۔ په پالېسي رېټ كښې د كمي له امله د پورونو په ادائيګۍ كښې نزدې د يو ټريلين روپو بچت شوے دے۔ په پنشن اصلاحات عمل روان دے٬ د وفاقي حكومت د رائټ سائنګ عمل هم پرله پسې مخ په وړاندې روان دے٬ مونږ له د 18م ترميم لاندې صوبو ته تلونكي وزارتونه او محكمې صوبو ته سپارل دي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل په بهرني محاذ هم مثبت پېشرفت شوے دے۔ جولائی څخه تر اپرېل د حسابات جاريه كھاتو توازن 1.9 ارب ډالر فاضل پاتے شو۔ تېر كال د حسابات جاریه کھاتو خساره 1.3 اربه ډالره وه ٬ په ملکی برآمدات كښې 7 فيصده اضافه شوې ده۔ د3.1 ارب ډالر يوازې د آئي ټي برآمدات شوي دي په كوم كښ چې فری لانسر د 400 ملین ډالر خدمات وړاندې كړل۔ د دې په مقابله كښې په درآمداتو كښې 11.7 فیصد اضافه شوې۔ په ترسيلات زر كښې 31 فیصده اضافه وشوه۔ د روشن ډیجیټل اکاؤنټس د لارې د 10 ارب ډالر څخه زيات ترسيلات زر ريكارډ كړې شول۔دا مهال د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې 14 لکه څخه زيات اكاؤنټس جوړ كړې شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل په محصولاتو كښې 26 فیصده اضافه شوې ده۔ تېره كال 30 فیصده اضافه شوې وه۔ د ټېكس بنياد پراخا كړې شوې دې٬ 3.7 ملین انفرادی فائلرز دي٬ هائي وېلیو فائلرز كښې 170 فیصده اضافه شوې ده۔ د ریټېل په څانګه كښې د 492 زره ښكاره اضافه شوې٬ په ریټېل رجسټرېشن كښې د اضافې شرح نزدې 74 فیصده ده۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت په خپلو شرطونو قرضه اختسلو ته ترجيح وركوي٬ د حكومت هڅه ده چې په قرضونو كښې نجي څانګې ته ترجيح وركړې شي۔ په اسلامي سكوك كښې 26 فیصده اضافه شوې ده٬ مونږ ډېټ مېنجمنټ آفس د نړيوال معيار له مخې جوړوو٬ د صنعتي پرمختګ شرح 4.8 فیصده پاتې شوه٬ د لويو صنعتونو په پېداوار كښې زياتوالې شوې دې٬ د زراعت شرح نمو 0.6 فیصده ده ، د لائیو سټاک شرح 4.7 فیصد او د پولټری 8.1 فیصده زياتې شوې ، په آئی ټی كښی 6.5 ، تعمیرات كښی 3.8 ، فوډ سروسز كښې 4.1 او د خذماتو په څانګه كښې 2.9 فیصده اضافه وشوه۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د مهمو فصلونو په پیداوار كښې 13.5 فیصده كمي سره د كركيلې پرمختګ اغېزمن شو۔ د خزانې وزير ووئيل د كركيلې څانګې ته د قرضونو وركولو كښې 16 فیصده اضافه شوې ده۔ د كركيلې څانګې ته د وركړې شوو قرضونو حجم نزدې 2 ټریلین روپو ته رسېدلې دې۔ ده وئيل فچ، موډیز، نړیوال بانک او نورو نړیوالو ادارو په پاکستان او د پاکستان په معيشت باور څرګند کړے دے۔ د نړیوال مالياتي فنډ لخوا وروستۍ قسط له ګڼو ننګونو وروسته ترلاسه شوې دې۔ زموږ ځواکونو د هندي جارحيت په ضد چې کومه مړانه وښودله، همدارنګه په اقتصادي ډګر كښې هم يو مهم جنګ روان ؤ۔ د آئي ایم اېف هندي اي ډيز ډېرې هڅې وکړې چې غونډه ونه شي او که وشي نو په ايجنډا کې د پاکستان لپاره د قسط جاري کول شامل نه وي، خو د پاکستان دوه اړخیزو او څو اړخیزو شریکانو زمونږ سره همکاري وکړه۔ که مونږ په سمه لور نه وې روان نو دا به یوه ستونزمن كار ؤ۔ د ملي امنیت لپاره اقتصادي امنیت ډېر اهمیت لري۔ اوورسیز چيمبرز، پی ډبلیو سی او د آئي ایې اېس او اېس وروستیو سروې ګانو كښې د پاکستان په اقتصاد او كاروبار د زياتېدونكي باور عكاسي كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل د اېس آیي اېف سي لخوا هغو برخو ته چې لومړیتوب ورکړل شوی، په کښې پرمختګ ريښتنې ګېم چېنجر دے۔ ده وئيل په په كوپ 29 كښې پاكستان قومي موسمياتي تګلاره وړاندې كړه۔د ګرين سكوك د لارې پاكستان ته 30 اربه روپۍ ترلاسه شوې۔ موسمياتي فنانسنګ لپاره فنډګ عملي كولو زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ د خبريالاتو د پښتنو په ځواب كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل د كلي معيشت استحكام د تلپاتې بحالۍ او نمو بنياد دے٬ په پالېسي رېټ كښې پرله پسې كمې شوې دې٬ نړيوال بنك چې د غربت لكيرې سره اړوند كوم نوې بنچ مارک او تھرېش هولډ وړاندے كرے د هغې بنيادونو ته به كتل وي۔ د خزانې وزير ووئيل په معاشي توګه بې وزله طبقو ته ريليف وركول د راروان مالي كال په بجټ كښې د حكومت په اولنيو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل د حكومت كر پالېسۍ او ايكو سسټم وركول دي٬ د كروړو نوكرو وركولو نعرو په حق كښې نه يم٬ دې لپاره به نجي څانګې له مهم كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د پاكستان فری لانسرز د روان كال په مهال 400 ملین ډالر ګټلي دي۔ يو پاكستاني نژاد امريكائي په لمز كښې د 15 ملین ډالر لګښت سره د بلاک چین تربيه پېل كړې ده۔ ده ووئيل د لږې معاوضې باوري كولو له اقدامات كوو۔ ده ووئيل پاکستان ته موسمیاتی فنانسنګ ترلاسه شوي دي او اوس به دې لپاره منصوبه بندي كول وي ټولو وزاتونو سره په ګډه په دې كار كوو۔ ده ووئيل نړيوال بنك سره د كنټري پارټنرشپ پروګرام لاندې به پاكستان ته په 10 كلونو كښې 20 اربه ډالره ترلاسه شي۔ په دې كښې په درې كښې يوه برخه فنډز موسمياتي بدلونونو سره اړوندو منصوبو لپاره دي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د اېن اېف سي لاندې صوبو ته 4.2 ټریلین روپۍ او وفاق ته 3 ټریلین روپۍ ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل د بجټ په تيارۍ كښې دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه همكارانو سره مشاورت شوے دے٬ مونږ له به خپل هوم ګراؤنډ اقتصادی اېجنډې ته ترجيح وركول وي۔ ده ووئيل حكومت د جی ډی پی تناسب سره د ټېكسونو شرح د 14 فيصده شرحې ته د راوړلو هدف ټاكلے دے۔ په هند كښې دا شرح 18 فيصده ده۔ د خزانې سېکرټری امداد اے بوسال په دې موقعه ووئيل د نړيوال مالياتي فنډ پروګرام لاندې مالي استحكام ترلاسه كول ضروري دي ، زمونږ هڅه ده چې سركاري خرڅونه كم او محاصل زيات وي۔ پخوا مالي خساره 6 څخه 8 فیصده وه په كومه كښې چې پرله پسې كمې رامخې ته كيږي۔ده ووئيل په محاصل كښې اضافې سره به پی اېس ډی پی لپاره زيات فنډز موجود وي۔ ده ووئيل په حكومتي خرڅونو كښې د وزيراعظم اقداماتو سره په زړه پورې كمې راغلې دې۔ (اے پي پي وا ١٨٤٧ )