
اسلام آباد۔9 جون(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې سعودي عربستان په هر يو سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ده٬ تمه ده چې د پاكستان او سعودي عربستان اړيكې به لا مضبوطې شي۔ د اتوار په ورځ د قامي اسمبلۍ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سعودی ولی عهد شهزادہ بن سلمان لخوا حج له راغلې د اسلامي نړۍ لارښودو په درناوي كښی د غرمې ډوډۍ مېلمستيا وكړې شوه په كومه كښې چې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق هم ګډون وكړو۔ په دې موقعه سپيكر ولي عهد سره ملاقات وكړو۔ سعودی ولی عهد اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو حل كولو عزم څرګند كړو۔ سپيكر د پاكستان په پرله پسې ملاتړ كولو د سعودي ولي عهد مننه وكړه۔ سردار ایاز صادق ووئي سعودي عربستان په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړی ده۔ د پاكستان په اړه په ښكاره دريځ لرلو د سعودي عربستان مننه كوو۔ ده ووئيل پاكستان حرمين شريفېن خادم ته د قدر په سترګه ګوري ٬هيله ده چې د پاكستان او سعودي عربستان اړيكې به لا مضبوطې شي۔