فیفا ورلډ کپ کوالیفائر ، د پاكستان قامي فټبال لوبډله ميانمار ته ورسيده

ینګون۔8 جون(اے پی پی) د پاكستان قامي فټبال لوبډله راروانې مهمې مبارزې لپاره ميانمار ته رسېدلې ده چرته به چې هغه د فیفا ورلډ کپ کوالیفائر په لړ كښې ميانمار سره مقابله كوي۔ لوبډله د نجی ایئرلائن پرواز د لارې د میانمار ينګون ښار ته ورسېده۔ د پاکستان او میانمار ترمينځه دا مهم مېچ به د جون په 10 مه نېټه د میانمار پلازمينې ینګون په تھوونا اسټېډیم كښې كولې شي۔ مېچ به د پاكستاني وخت له مخې ماځيګر درې نيمې بجې پېل كيږي۔ په ګروپ اي كښې پاكستان سره سره د شام، افغانستان او كوربه ميانمار لوبډلې هم شاملې دي۔ پاکستانی کوچنګ سټاف هيله څرګنده كړې ده چې لوبډله به د غوره كاركردګۍ څرګندونه وي او مينه والو ته به د يوې سختې مقابلې كتلو موقع په لاس ورشي۔