
کراچۍ ۔ 08 جون (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سید مراد علی شاہ ملیر لېبر اسکوائر ته نزدې په فېكټرۍ كښې د لګېدلي اور نوټس اغستلو سره په سمدستي توګه په اور د قابو موندلو هدايت وكړو۔ د اتوار په ورځ وزیر اعلی هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې ده د كراچۍ دوهم كمشنر څخه د پېښې رپورټ وغوښتلو۔ ده ووئيل په دې اړه دې ماته بشپړ رپورټ راكړے شي۔ دې سره سره ده د فېكټرو د بشپړ انسپكشن رپورټ هم وغوښتلو۔