تورغر۔ 07 جون (اے پی پی) د تور غر ضلعې سورمل سيمې په نصرت خېل كښې هغه مهال د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوه كله چې دوه ماشومان په اباسين كښې د لامبلو په مهال ډوب شول۔ د تفصيلات له مخې ځايي وګړو هڅې كولو سره په ډوب شوو دوه كوچنيانو كښې يو 12 كلن ژوندے راوويستلو او دويم ماشوم چې عمريۍ 15 ٬ 16 كله دے تر دې دمه بې دركه دے۔ د تور غر دوهم كمشنر صفدر اعظم قرېشي په موقع موجود دے او د رېسكيو آپرېشن په خپله نګراني كوي۔ ریسکیو ډلې او ځائي وګړو د بې دركه ماشوم درك لګولو له هڅې روانې ساتلې دي۔