
کراچی۔ 08 جون (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري په سعودي عربستان كښې ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات وكړو او په شاهي ظهرانه كښې يۍ خصوصي ګډون وكړو۔ د اتوار په ورځ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې ګورنر وئيلي چې د شاهي مېلما په توګه په بلل كېدو د سعودي مشرتابه او په خاص توګه د شهزاده بن سلمان د زړه له كومي مننه كوم۔ ده د شهزاده بن سلمان لخوا د حجاج كرامو د مثالي انتظاماتو ستائنه كولو سره ووئيل په پاكستاني ځوانانو كښې ولي عهد محمد بن سلمان يو باوقاره او مقبول شخصيت دے۔ په دې موقعه ګورنر ولي عهد ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔