د وزيراعظم شهباز شريف د آذربائجان صدر سره ټيليفوني تماس

لاهور ۔7جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لوے اختر خوشحالۍ په موقع د خالي په ورځ د آذربائیجان صدر عزت مآب الهام علیوف سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه ٬ د هغه كورنۍ او د آذربائيجان اولس له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د پرائم منسټر آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم د لاچن دورې په مهال په تود هركلي كولو د صدر الهام علیوف مننه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د اوسني پاك هند بحران په مهال د آذربائیجان لخوا د پاكستان په نه كمزورې كېدونكي ملاتړ د صدر الهمام عليوف مننه كولو سره ووئيل دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د مضبوطې ورورولۍ ثبوت دے۔ دواړو لارښودو د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه همكاري لا مستحكمولو لپاره د خپل ګډ عزم پخلي كولو سره ووئيل مونږ په راتلونكي وخت كښې ملاقاتونو ته سترګې په لاره يوو په كومو كښې چې د جولائي په پېل كښې په آذربائیجان كښې د ای سی او سرمشريزه غونډه او د روان كال په پايه كښې د صدر الهام عليوف د اسلام آباد دورې په مهال كېدونكي ملاقاتونه شامل دي۔