سردار علي امين خان ګنډاپور د اختر لمونځ په ډيره اسماعيل خان كښې ادا كړو

پېښور ۔ 07 جون (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين خان ګنډاپور د اختر لمونځ په خپله پلرنۍ ضلع ډيره اسماعيل خان كښې ادا كړو۔ په دې موقعه د هېواد سلامتيا، سوكالۍ ، قامی يو والي ٬ د اسلامي نړۍ اتحاد لپاره او د پاك هند جنګ په مهال د شهيد شويو روحونو ته ثواب رسولو له دعاګانې وكړې شوې۔ لمونځ څخه وروستو وزیراعلیٰ اولس سره د اختر مباركي وكړو او ماشومانو له يۍ د اختر پېسې وركړې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وزیراعلیٰ علی امین ګنډہ پور په خپله دېره كښې موجود دے او ګڼ شمېر خلك هغه له د اختر مباركۍ له راروان دي۔ په دې موقعه ميډيا سره خبرو كښې وزيراعلی ووئيل ټولې اسلامي نړۍ ته دې د لوے اختر خوشحالۍ مبارك وي۔ اولس ته په خپل پېغام كښې ده وئيل صفائی نيم ايمان دے مونږ له به خپل كور كوڅه بلكې ښار صفا ساتل وي او په دې لړ كښی به اړوندو محكمو سره مرسته كول وي۔ ده ووئيل دا زمونږ د ټولو ښار دے مونږ له به نه يوازې دا بلكې ټول هېواد زرغون او صفا ساتل وي۔