
اسلام آباد۔7جون (اے پی پی) پاكستان د مقبوضه جمو وكشمير صورتحال په اړه د هندي وزيراعظم بې بنسټه او بې لارې كوؤنكي ريماركس په سختۍ سره مسترد كړي دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې نرېندر مودي تېره ورځ د مقبوضه سيمې دورې په مهال يو وارې بيا پاكستان د پهلګام پېښې ذمه وار ګر ځولو سره وئيلي وو چې پاكستان په پهلګام كښې په انسانيت او كشميريت بريد وكړو۔ د پاكستان خارجه دفتر د مودي د دې تور ځواب وركولو سره ووئيل چې دا ډول بيانونه د بې سوچه منصوبې برخه دي چې مقصد يۍ په مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزيو څخه نړيوال پام بل پلو اړول دي۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل مونږپ په دې خبره سخته اندېښنه لرؤ چې هندي وزيراعظم يو وارې بيا په پاكستان د پهلګام په پېښه كښې د ككړ كېدو تور لګولے دے حال دا ددے چې تر دې دمه يۍ كوم د باور وړ ثبوت وړاندے نه كړے شو۔ وياند ووئيل جموں وكشمير په نړيواله كچه تسليم شوې يوه متنازعه سيمه ده د كوم د حتمي حېثيت تعين چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشيمري اولس د مرضۍ له مخې كېدل دي٬ كومه هم لفاظي دا قانوني او تاريخي حقيقت بدلولے نه شي۔ ده زياته كړه چې هند يو اړخ ته د مقبوضه سيمې د تعمير او ترقۍ ادعاګانې كوي خو حقيقت دا دے چې دغلته په لويو كچه ګرفتارۍ او د آبادۍ په تناسب كښې د بدلون كولو ناوړه هڅې روانې دي۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان د خپلو حقونو او وقار لپاره د كشميري اولس د جائزه ستړو اصولي ملاتړ كښې ثابت قدم دے۔ مونږ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو تنظيمونو په شمول نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوو چې هغه دې هند خپل جبر او ظلم لپاره ځواب وركوؤنكے وګرځوي۔ د خارجه دفترل وياند ووئيل چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو تنظيمونو په شمول نړيواله ورورولي دې دا خبره باوري كړي چې كشميري اولس ته به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قرار دادونو كښې شامل د رايو خپل نه منسوخ كېدونكي حق كارولو اجازه وركړې شي۔