د وزيراعظم شهباز شريف خپل پلاوي سره د عمرې ادائيګي ٬ د خانه كعبې دروازه په خاص توګه پرانستلې شوه ٬ د آپريشن بنيان مرصوص په عظيمه فتح يۍ خانه كعبه كښې د شكرانې نفل ادا كړل

اسلام آباد۔6 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د خپل پلاوي عمره ادا كړه٬ په دې موقعه د خانه كعبې دروازه په خصوصي توګه پرانستلې شوه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف سره د خپل پلاوي د سعودي عربستان د ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان په خصوصي بلنه د سعودي عربستان په دوره دے چرته چې هغه د زيات او جمعې په منځومانۍ شپه كښې عمره ادا كړه۔ پاكستاني پلاوي لپاره د خانه كعبې دروازه په خصوصي توګه پرانستلې شوه۔ وزیراعظم شهباز شریف او آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر پلاوي سره په خانه كعبه كښې نفلونه ادا كړل او د بنيان مرصوص په عظيمه فتح يۍ د پاك پروردګار شكر ادا كړو۔ دوئي د هېواد معيشت او اولسي خېر ښېګړې له په پورته كړې ګامونو د پاك پروردګار شكر ادا كولو سره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ سره سره اسلامي نړۍ او په خاص توګه ظلم او جبر سره مخ فلسطيني اولس لپاره خصوصي دعاګانې وكړې۔ نائب وزیر اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، داخله وزير سید محسن رضا نقوی او د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ هم وزيراعظم سره دے۔