
اسلام آباد۔6جون(اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د سېنېټر او پخواني وفاقي وزير عباس آفریدی په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا په جاري شوي د غمرازۍ په پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سېنېټر عباس آفريدے يو مخلص او مېلمه دوست انسان ؤ۔ ده د ارواښاد غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل د غم په دے وخت كښې مونږ تاسو سره يو برابر شريك يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔