
پېښور۔ 06 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پخواني وفاقي وزير عباس آفريدي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده د ارواښاد پلار سېنېټر شمیم آفریدی ، د ارواښاد ورور ٬ د پيپليز ګوند د اطلاعاتو صوبائي سېكرټري امجد آفریدی او نورو خپلوانو سره د زړه له كومي خواخوږي ښكاره كولو سره وئيلي چې په دې سخت وخت كښې مونږ تاسو سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پخوانے وفاقي وزير عباس آفريدے تېره ورځ په خپله حجره كښې په يوه چاؤدنه كښې سخت ژوبل شوے ؤ۔