عباس آفريدے په ګاز چاؤدنه كښې له ژوبل كيدو وروستو په حق ورسيد

پېښور ۔ 06 جون (اے پی پی) د كوهاټ په اعظم سيمه كښې پخوانے وفاقي وزير عباس آفریدے خپله استوګنه كښې د ګاز چاؤدنه كښې له سخت ژوبل كېدو وروستو په حق ورسېد۔ د پوليس او كورنۍ ذريعو له مخې عباس آفريدے د زيارت په ورځ په چاؤدنه كښې له سخت ژوبل كېدو وروستو نزدے روغتون ته درملنو له منتقل كړے شوے ؤ چرته چې هغه په حق رسېدلے دے۔ په ياده شوې پېښه كښې دوه نور كسان هم ژوبل شوي دي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د آفريدي په حق رسېدو د غم دړد څرګندونه او غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔