
اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه د جون په لسمه نيټه د نهې په ورځ مازيګر په پنځه بجے د پارلمان په ودانۍ كښې رابللے شوے ده۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري غونډه د آئين آرټيکل 54 شق 1 له مخئ ترلاسه اختيارات كارولو سره رابللے ده۔ د قامي اسمبلۍ په لسم جون رابللے شوې سېشن به د موجوده اسمبلۍ 17مه غونډه وي