
جده 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود په بلنه د سعودې عرب په دوه ورځنۍ دوره جده ته رسېدلے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې جده ته په رسېدو ځائي ګورنر شهزاده سعود بن عبدالله جلاوي، د سعودي عرب په پاکستان كښې سفير نواف بن سعيد المالکي، په سعودي كښې د پاکستان سفير احمد فاروق او اعليٰ سفارتي اهلكارو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ جده ته د رسېدو نه وروسته وزيراعظم خپل پلاوي سره عمره كولو لپاره مكة المكرمة ته روان شو