په ملګرو ملتونو كښې مهمې تقررۍ د نړيوالې ورورولۍ په پاكستان د باور څرګندونه ده: شهباز شريف

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قرارداد 1988 (2011) لاندې د بندېزونو د جوړې كړې شوې كمېټۍ چيئرمېن، د قرارداد 1373 (2001) لاندې د ترهګرۍ مخنيوي له د جوړې كړې شوې كمېټۍ د نائب چيئرمېن او د دستاويزات او بنديزونو په اړه د غېر رسمي وركنګ ګروپ شريك چيئرمېن ټاكلې كېدل د وياړ وړ خبره ده، پاکستان د نړيوالو ذمه وارو په ښه ډول د پالنې عزم لري۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل يقيناً دا پاكستان لپاره د وياړ خبره ده چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قرارداد 1988 (2011) له مخې د بندېزونو د جوړې كړې شوې كمېټۍ چيئرمېن، د قرارداد 1373 (2001) له مخې د ترهګرۍ مخنيوي د جوړې كړې شوې كمېټۍ د نائب چيئرمېن او د دستاويزات او بنديزونو په اړه د غېر رسمي وركنګ ګروپ شريك چيئرمېن هم مقرر كړے شوے دے۔ ده ووئيل دا مهمې تعيناتۍ د نړيوالې ورورولۍ لخوا په پاكستان د باور څرګندونه ده، دا د ھغه حقيقت ښكاره ثبوت دے چې پاكستان د ترهګرۍ په څېر د نړيوال لعنت خاتمې لپاره چې كومې قربانۍ وركړې دي ھغه په نړيواله كچه منلې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په ھغه هېوادونو كښې شامل دے چا چې د ترهګرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ وركړې دي، د 90 زره نه زيات د قېمتي ځانونو او د 150 اربه ډالرو معاشي زيان ئې برداشت كړے دے، دا ھغه شمېرې دي كومې چې د پاكستان د ځانګړې قربانيو عكاسي كوي۔ ده ووئيل دا اعزاز نه يوازې د پاکستان د خارجه پاليسۍ كاميابي ده بلكې د لكهونو په شمېر د ھغه پاكستانيانو د قربانيو اعتراف هم دے چا چې امن لپاره خپل ځانونه قربان كړي۔ ده ووئيل پاکستان يوې سوله ايزې او محفوظ نړۍ لپاره پخپل عزم ولاړ دے او د دې نړيوالو ذمه وارو په ښه ډول د پالنې عزم لري