ټوله نړۍ فلسطينيانو سره ده ٬ امريكائي ويټو څخه وروستو د پاكستان سلامتي كونسل ته په غزه جنګ بندۍ قرارداد يو وارې بيا د وړاندې كولو عزم پخلے

ملګري ملتونه ۔5 جون(اے پی پی) پاكستان امريكائي ويټو څخه وروستو سلامتي كونسل كښې په غزه جنګ بندۍ د قرارداد يو وارې بيا د وړاندې كولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې ټوله نړيواله ورورولي فلسطيني وګړو سره ولاړه ده او امريكا په غزه كښې فوري جنګ بندۍ لپاره د مسوده قرارداد مخالفت كوؤنكے يوازينې هېواد جوړ شوے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل سفير عاصم افتخار احمد په 15 كسيزه سلامتی کونسل كښې د قرارداد يو وارې بيا وړاندې كولو لوظ وكړو دغسې چې هغه په فلسطين كښې د امن بحالۍ له خپله ذمه واري ترسره كړي۔ پاكستاني سفير ووئيل چې وېټو كاسټ يو خطرناك پېغام وركوي ٬ 20 لكه څخه زيات محصور فلسطيني وګړي لوږې او پرله پسې بمبارۍ سره مخ دي۔ پاكستاني سفير زياته كړه چې مونږ به په سلامتي كونسل كښې په غزه جنګ بندۍ قراداد يو وارې بيا وړاندې كړؤ۔ پاکستانی سفير ووئيل په غزه كښې په اسرائيلي بريدونو كښې 54 زره څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي په كومو كښې چې 28 زره مېرمنې او انجونې او 18 زره كوچنيان شامل دي۔ ده ووئيل يوازې په تېرو 24 ساعتونو كښې نزدې 100 فلسطيني وګړي شهيدان او 400 څخه زيات ژوبل شول۔ پاكستاني سفير ووئيل د سلامتي كونسل غړو اكثريت سره پاكستان انسانيت ٬ قانون او انصاف سره ټينګ ولاړ دے