امريكا په غزه كښې د مستقل جنګ بندۍ غوښتنې قرارداد ويټو كړو

ملګري ملتونه ۔5 جون (اے پی پی) امريكا په غزه كښې د مستقل جنګ بندۍ په غوښتنه اډانه د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې وړاندې كړې شوې قرارداد ويټو كړو٬ پاكستان دا ورځ د سلامتي كونسل په تاريخ كښې يوه د افسوس وړ ورځ ګرځولې ده۔ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د پاكستان په شمول د لس هېوادونو لخوا په وړاندې كړې شوي قرارداد كښې په غزه كښې د فوري او غېر مشروط جنګ بندۍ ٬ د ټولو يرغمل شوو د خوشې كولو او د جنګ د لاسه ځپلې شوو سيمو ته د بشري مرستې رسولو كار بيا پېل كولو غوښتنه شوې وه كوم چې امريكې خپل وېټو پاور كارولو سره مسترد كړو۔ قرارداد وړاندې كوؤنكو هېوادونو كښې پاکستان، الجزائر، ډنمارک، ګیانا، پاناما، سوئيلي کوریا، سیرالیون، سلووینیا ٬ صومالیه او یونان شامل و كوم چې په مجموعي توګه “E-10” نامې سره بللې شي۔ په 15 كسيزه سلامتي كونسل كښې شوي ووټنګ كښې د قرارداد په حق كښې 14 او مخالفت كښې يو ووټ وكارولے شو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير عاصم افتخار احمد ووئيل دا د سلامتي كونسل كوم ته چې د نړيوال امن او سلامتيا بحالۍ بنيادي ذمه واري سپارلې شوې ده په تاريخ كښې يوه د افسوس وړ ورځ ده۔ عاصم افتخار احمد ووئيل چې د امريكا لخوا د قرارداد وېټو كول دې خبرې پلو اشاره ده چې 20 لكه څخه د زياتو لوږې سره د مخ او محصور شوو فلسطيني وګړو هېڅ اهميت نشته۔ پاكستاني سفير ووئيل چې د روټۍ او اوبو په لټون كښې بې ګناه وګړي وژل نه يوازې جنګي جرم دے بلكې دا يو داسې نظام لپاره يو دړدېدلې فرد جرم دے كوم چې بقا جرم ګرځوي او بشري مرسته پوځي وسله جوړوي٬ دا د نړيوال بشري قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ د سلامتي كونسل نورو غړو وئيلي چې امریکا د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د اكثريت مرضۍ لاره كښې خنډ ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د الجزائر سفير ووئيل دا قرارداد يو څو كسانو غږ نه بلكې د ګردې نړۍ اجتماعي منشا ده۔