وزيراعظم د سعودي ولي عهد په بلنه په دوه ورځنۍ دوره جده ته لاړ

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود په بلنه په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد څخه جده ته لاړ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د جون په 5مه او شپږمه نيټه د سعودي دوره كوي او لوي اختر به په سعودي عرب كښې تېروي او په دې موقع به ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان بن عبدالعزيز سره د اختر مباركي كوي او د دوي ترمېنځه به خاص ملاقات كېږي۔ د دواړو مشرانو د ملاقات په مهال به د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تجارت او سرمايه كارۍ، د اسلامي نړۍ خېرښګړې او د سيمه ايز امن او سلامتيا پشمول په مهمو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په قوي كولو خبرې كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف به په دې وروستيو كښې د پاك وهند شخړې په كمولو كښې په تعميري كردار د سعودي د قيادت مننه هم كوي۔ د دورې په مهال وزيراعظم سره د لوړې كچې پلاوي هم سعودي ته تللے