د بلاول بھټو زرداري د سفارتي كاميابو ستائنه كوم: راجه پرويز اشرف

لاهور۔5 جون(اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند وسطی پنجاب صدر راجه پروېز اشرف د چیئرمین بلاول بھټو زرداری سفارتي كاميابو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د چیئرمېن بلاول په بلنه هند د مذاكراتو مېز ته راغلو۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن په نړيوالو فورمونو د اوبو ٬ كشمير او ترهګرۍ مسئلې پورته كړې دي۔ ده په ډاګه كړه چې د منطقې مستقل امن د كشمير مسئلې حل سره تړلے دے۔ د سوئيلي آسيا امن د مودي سركار په ضد قربانېدې نه شي۔ راجه پروېز اشرف ووئيل د هندي وزيراعظم بيانونه د ماتې خوړلي شخص عكاسي كوي او مونږ امن غواړؤ۔ ده ووئيل د پاك هند مسئلو يوازينې حل خبرې اترې دي۔