د پيپلز پارټۍ ډويژنل صدر په مشرۍ كښې پلاوي ګورنر فيصل کريم کنډي سره وليدل

پېښور 04 جون (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ ډويژنل صدر مصباح الدين خان په مشرۍ كښې پلاوي د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره ليدلي۔ د پلاوي په غړو كښې احسان ،ملک عاصم، عالمزيب، بابر٬ شاه محمد او ظفر خليل شامل وو۔ پلاوي سره په خبرو كښې ګورنر ووئيل پيپلر پارټي د وركرز قدر كوٶنكو ګوند دے٬ د ګورنر هاٶس دروازه مخلص كاركنانو لپاره هر وخت پرانستې ده۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔