
پېښور 04 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د آسټريا سفير انډريا ويکي د شورو په ورځ په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي۔ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو٬ د خېبرپښتونخوا او اسټريا ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې٬ د لوبو هلو ځلو سره سره د سېلګرۍ ودې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په ملاقات كښې د افغانستان د امنيت تېرې او اوسنۍ وضعې سره په اړوندو چارو هم خبرې اترې شوې۔