د ايران سپريم ليډر د يورينيم تخصيب بندلولو په اړه د امريكا تجويز مسترد كړو

تهران 04 جون (اے پي پي) د ايران سپريم ليډر علي خامنه اي د يورينيم تخصيب بندلولو په اړه د امريكا تجويز مسترد كړے دے۔ د العربيه اردو له مخې د ايران سپريم ليډر د شورو په ورځ د امريكا تجويز مسترد كړے چې پكښې امريكا ايران ته د يورينيم تخصيب بندولو په اړه وئيلي وو۔ ده ووئيل چې اتومي لوظنامې لپاره د امريكا تجويز د ايران د قامي ګټو په ضد دے دې لپاره مونږ به د يورينيم د تخصيب لړۍ نه معطل كوٶ ځكه چې اوس هم دا د ايران په اتومي پروګرام كښې كليدي حېثيت لري۔ د يادونې وړ ده چې د ګل په ورځ هم د ايران سفير د يورينيم د تخصيب د معطل كولو امريكائي تجويز رد كولو سره وئيلي وو چې ايران به سوله ايزو مقاصدو لپاره خپل اتومي پروګرام جاري ساتي