نوے ډيلے 04 جون (اے پي پي) د هند د مدھيه پردېش ايالت په جھابوا ضلع كښې په ټرافيكي پېښه كښې 9 كسان مړه او دوه ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې پېښه سهار په درې بجے رامخې ته شوه٬ د ځائي پوليسو وېنا ده چې مړه او ژوبل شوي كسان د واده د دستورې نه بېرته روان ٶ۔ په مړو كسانو كښې درې مېرمنې هم شاملې دي۔