
مینسك 03 جون (اے پي پي) د بېلاروس خارجه چارو وزیر میکسم ریژنکوف به د جون 9مې څخه د روسیې دوه ورځنی رسمي دوره پیل کوي۔ د تاس له مخې د بېلاروس د خارجه چارو وزارت ویاند رسلان وارنکوف وئيلي چې وزیر ریژنکوف به د جون په 9مه او 10مه نيټه د روسیه رسمي دوره وکړي۔ د دورې په مهال به به د خارجه چارو وزیر د خپل همڅنګ سره ملاقات كوي۔ په دې موقع د يو څو نورو غونډو كېدو تمه هم شته۔ ده د بېلاروس صدر مملكت الکساندر لوکاشینکو او د روسیې صدر مملكت ولادیمیر پوتین ترمنځه د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې دواړه هېوادونه خپلو كښې د ورورلۍ اړیكې لري۔ د یادونې وړ ده چې د یوریشین اقتصادي فورم به د جون په 26مه او 27مه نيټه د بېلاروس په پايه تخت منسك كښې كيږي۔