د وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه٬ بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنز لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنز لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري وركړې۔ د وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د ګل په ورځ شوې چې پكښې د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنز لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس منظورۍ لپاره وړاندې كړې شو٬ د يو شمېر سمريز سره سره په اهمو معاملو غور وشو٬ تکنيکي ضمني ګرانټس لپاره په سمريز اي سي سي غور وكړو او پرېكړے وشوې۔ كمېټۍ د خزانې وزارت لخوا سركاري ملازمانو ته اعزازيه وركولو لپاره په وړاندې كړې شوې پاليسۍ هم غور وكړو او منظوري ئې وركړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سردار اويس احمد خان لغاري، قېصر احمد شيخ، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان، د اېس اي سي پي چيئرمېن او د اړوند وزارتونو او ډويژنز وفاقي سيکرټريز او سينئر افسرانو ګډون كړې۔