وفاقي حکومت د لوي اختر په موقع د 6 نه تر 9 جون رخصتۍ اعلان كړې

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د لوي اختر په موقع د 6 نه تر 9 جون د جمعې نه تر ګل ورځ د څلورو ورځو رخصتۍ اعلان كړې۔ د کيبنټ ډويژن لخوا په رسمي توګه اعلاميه جاري كړې شوې٬ د اعلاميه له مخې به ګرد هېواد كښې د 6 نه تر 9 جون د لوي اختر رخصتۍ وي او د اعلاميې اطلاق به په اوونۍ كښې شپږ ورځې او پنځه ورځې كار كوونكو ادارو يو شان كېږي