
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د تل پاتي پرمختګ د هدفونو ترلاسه كولو پروګرام په اړه د سټیئرنګ کمیټۍ 46مې غونډه شوې۔ د ګل په ورځ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د بېن الصوبائي رابطې وزير٬ د منصوبه بندۍ وزير ٬ د برېښنا او پارلماني چارو وزير نه علاوه د وزيراعظم خاص مرسيتال ايم طارق باجوہ پشمول وفاقي سيکرټريز، د قامي اسمبلۍ غړو او د صوبائي حكومتونو نمائندګانو ګډون كړې۔ په غونډه كښې ايګزيکيوټنګ ايجنسو سره بچتونه او د شته فنډز استعمال جاج اخستو او د جاري سكيمونو په وخت ترسره كولو باوري كولو لپاره عملدرامد پلو پام وګرځولے شو۔ نائب وزيراعظم په ټاكلي وخت كښې د نتيجو وركولو په ضرورت زور راوړلو سره د مالي كال د پائې نه وړاندې د مختص كړې شوې وسائلو په بشپړه توګه د استعمال په اهميت زور راوړو۔ ده ټولو شراكتدارو ته په وخت پرمختيائي هدفونه باوري كولو لپاره د هلو ځلو ګړندۍ كولو امر وكړو۔ نائب وزير اعظم د ترقۍ هڅې د تل پاتي پرمختګ هندفونو سره همكاره كولو لپاره د حكومت د عزم ذكر وكړو دغسې چې جامع او د معنې وړ پېشرفت وشي كوم چې د قام د پرمختګ د ترجيحاتو عكاسي كوي