کویت سټی ۔2جون(اے پی پی) په كوېت كښې د استوګنې يوه ودانۍ كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه شوي دي۔ د اے اېف پی له مخې د کوېتی فائر برېګېډ وياند برېګېډیئرجنرل اېم الغریب وئيلي چې اور كوېتي پلازمينه څخه 10 كلوميټره لرې سيمه كښی په دوه اپارټمټنس كښې ولګېد۔ د پېښې په نتيجه كښې 3 كسان په موقعه او دوه نور په روغتون كښې مړه شول۔ په پېښه كښې يو شمېر كسان ژوبل شوي هم دي۔ د مړو په شمېرو كښې د زياتوالي اندېښنه ښودلې شوې ده۔ بلخوا چارواكو د اور لګېدو سبب معلومولو له پلټنې پېل كړې دي۔