د هېواد په زياتره سيمو كښې به د راروانو 24 ساعتونو په مهال موسم ګرم او خشك دغسې میدانی سيمو كښې زيات ګرم وي

اسلام آباد 01 جون (اے پی پی) د هېواد په زياتره سيمو كښې به د راروانو 24 ساعتونو په مهال موسم ګرم او خشك دغسې میدانی سيمو كښې زيات ګرم وي۔د موسمياتو محكمې له مخې ګلګت بلتستان او كشمیر كښې د وريځ سره په ځيني ځايونو د باران امكان دے۔د تيرو 24 ساعتونو په مهال بالائی خیبرپښتونخوا ،اسلام آباد،خطه پوټھوهار، شمالي ختيز پنجاب، كشمیر او ګلګت بلتستان كښې د سيلۍ سره باران شوي۔تر ټولوز يات باران خیبرپښتونخوا: سیدو شریف كښې 18، مالم جبه كښې 17، چراټ كښې 04، كاكول كښې 03، دیر، كالام كښې 02،پنجاب: جهلم كښې 16، منګلا كښې 08، سیالكوټ كښې 06، اټك كښې 01،كشمیر: كوټلی كښې 09، راولاكوټ كښې 03،ګلګت بلتستان: استور كښې 07، بګروټ كښې 06 او سكردو كښې 05 ریكارډ شوي۔د اتوار په ورځ ریكارډ كړې شوي زيات درجه حرارت : جیكب آباد، تربت كښې 47، دادو كښې 46، شهید بینظیر آباد او پسنی كښې 45 ډګری سینټی ګریډ ریكارډ شوي۔