
قاهره 01 جون (اے پي پي) په مصر كښې د پاكستان سفیر عامر شوكت د اتوار په ورځ په قاهره كښې د مصر مفتي اعظم ډاكټر نذیر محمد عیاد سره ولیدل۔ د اتوار په ورځ د پاكستان سفارتخاني په ایكس (پخواني ټویټر) له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او مصر ترمينځه په مذهبي تعلیم كښې روانې مرستي، د مسلمانانو په یووالي، د كركې وړ تقريرونو په ضد د كار اشتراك او د بین المذاهب همغږۍ په اړه خبرې اترې وشوې۔