
لاهور 01 جون (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري سره وزیراعظم محمد شهباز شریف د لاهور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات په مهال د قومي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق، د كورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان او سناتور سلیم مانډوي والا هم موجود وو۔ په ملااقت كښې د هېواد په سیاسي او امنیتي وضعه د خيالاتو څرګندونه شوي۔ وزیراعظم د ملګرو هېوادونو د دورو په اړه هم خبري اتري وشوي ۔په ملااقت كښې د سیاسي اتحاديانو ترمينځه په همكارۍ هم خبرې وشوې۔په دې موقع صدر مملكت ووئیل چې حكومت باید د عامو وګړو ريليف او فلاح لپاره په راتلونكې بجټ كښې اقدامات وكړي او سیاسي اتحاديانو له د د هېواد په ګټه په ګډه مخ ولاړندي تللو ته اړټيا ده۔