په هیواد كښې په لومړي ځل د “بانك کرپټسي” قانون راوړلو پريكړه وشوه۔هارون اختر خان

اسلام اباد 01 جون (اے پي پي)د صنعت او پيداوار لپاره د وزیراعظم خاص معاون هارون اختر خان ووئيل چې په هیواد كښې په لومړي ځل د بانك کرپټسي قانون راوړلو پریکړه شوې ده۔ د صنعت او پيداوار وزارت صنعتي پيكج په آخري پړاو كښې دې چې هدف یې د بندو صنعتي يونټس د بحالۍ لپاره د بانکونو څخه قرض ترلاسه کول دي۔د صنعت او پيداروار وزارت لخوا په جاري شوې بيان كښې هارون اختر خان ووئيل چې حکومت د بندو صنعتي يونټس د فعالولو او كاروباري هلو ځلو ودي لپاره د یو مهم ګام په توګه د صنعت او پيداوار وزارت لخوا صنعت او پيداوار وزارت جوړ شوي صنعتي پيكج په آخري پړاو كښې دې۔ده تصديف وكړو چې چې په هیواد كښې په لومړي ځل د بانك کرپټسي قانون راوړلو پریکړه شوې ده، او د دې قانون هدف د بندو صنعتي يونټس د چلولو لپاره له بانکونو څخه قرض ترلاسه کول دي۔هارون اختر خان ووئيل چې د بانك کرپټ کیدو په صورت كښې به د صنعتي يونټس د نيلام په ځای، بانکونه دوی ته قرض ورکوي۔ده ووئيل چې د بانك کرپټ کیدو په مهال هرڅه لیلام کیږي چې له امله یې د بانکونو پیسې هم ډوبیږي۔ ده ووئيل چې د نیب، ایف آئي اے، انټي مني لانډرینګ او انټي کرپشن رول به محدود شي، او د كومي هم كاروباري ادارې په ضد د پلټنو څخه وړاندې به د SECP څخه اجازه اخستل وي۔