
اسلام اباد 01 جون (اے پي پي)د مذهبي چارو او بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزیر سردار محمد یوسف ووئيل چې د پاکستاني حاجیانو د اسانيو لپاره د سعودي د حج وزیر ځانګړې پاملرنه د خوښۍ وړ ده۔ سعودي حکومت هر کال د حج په انتظاماتو كښې نوي او جديد اسانۍ معرفي کوي، او پاکستاني حاجیانو ته د خوراك، ټرانسپورټ او استوګنې غوره اسانۍ وركړې شوي۔د مذهبي چارو وزارت لخوا د اوار په ورځ جاري شوې بيان كښې وئيلي شوي چې وفاقي وزیر سردار محمد یوسف د دې خيالاتو څرګندونه د سعودي د حج او عمرې له وزیر ډاکټر توفیق بن فوزان الربيعه سره د ملاقات په مهال وکړې۔ په دې موقع د 2025 د حج په انتظاماتو خبرې اترې وشوې۔سردار محمد یوسف د پاکستاني حاجیانو لپاره د غوره اسانيو په وركولو د سعودي د حج د وزیر مننه وکړه۔ ده ووئيل چې د پاکستاني حاجیانو د اسانيو لپاره د سعودي د حج وزیر ځانګړې پاملرنه د خوښۍ وړ ده۔د ه ووئيل چې سعودي حکومت هر کال د پاکستاني حاجیانو د اسانيو لپاره د حج په انتظاماتو كښې نوي او جديد اسانۍ معرفي کوي۔ ده ووئيل چې پاکستاني حاجیانو ته د خوراك، ټرانسپورټ او استوګنې غوره اسانۍ ترلاسه دي او سږکال په مشاعر مقدسه كښې پاکستاني حاجیانو ته تر ټولو نږدې دفترونه ورکړل شوي دي۔سردار محمد یوسف ووئيل چې د راتلونکي حج لپاره به د “روډ ټو مكه” پروژې دائره كار د پاکستان نورو ښارونو ته هم وغزول شي۔