خواجه محمد اصف د ریاض الدین شیخ د میرمنې د لاس نيوي لپاره په دعائيه دستوره كښې ګډون وکړو

سیالکوټ 01 جون (اے پي پي)د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د بزنس کمیونټی و فیډریشن آف پاکستان چیمبرز آف کامرس اینډ انډسټری لارښود (ایف پی سی سی آئی) ریاض الدین شیخ د میرمنې د لاس نيوي لپاره په دعائيه دستوره کښې ګډون وکړو۔ په دې موقع هغه د ارواښادي د لوړو درجو لپاره دعا وکړه۔ده د بزنس كميونټي مشر ریاض الدین شیخ او د هغه زوی رافع ریاض الدین شیخ سره لاس نيوه وكړه۔ ده ووئيل چې په دې غم او تکلیف کښې مونږ ټول ستاسو سره يو ۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔د پاکستان مسلم لیګ (ن) د سټي صدر محمد رفیق مغل، د سیالکوټ پخوانی مئير توحید اختر چودري، د سیالکوټ سینئر نائب صدر سیالکوټ چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری وسیم شهباز لودھی، دارالشفقت سیالکوټ سرپرست اعلیٰ شیخ عبدالواحد، چیف ایګزیکٹو الشیخ هسپتال سیالکوټ شیخ اشرف حیدر ،معروف صنعتکار ډاكټر اسلم ډار پشمول بزنس کمیونټی سره تعلق لرونكو كسان ګڼ شمير كښې موجود وو۔