
لاهور 01 جون (اے پي پي)د پاکستان صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه په بېلابېلو څانګو كښې د مرستي پراخه موقعي شته او مونږ له د دواړو هیوادونو د وګړو د فلاح او بهبود لپاره په ګډه کار كولو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په لاهور كښې د والي په کور كښې د پاکستان او بنګله دېش کرکټ آفيشلز په اعزاز كښې د میلمستیا دستوره كښې د خاص ميلمه په توګه ګډون په مهال وکړې۔په دې موقع د پاکستان کرکټ بورډ چئيرمېن او د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي، د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر، د پاکستان او بنګله دېش د کرکټ ډلو لوبغاړي او چارواکي او نور هم موجود وو۔صدر ووئيل چې لوبې د دوه اړخیزو رابطو مهمه ذريعه ده۔ د بنګله دېش کرکټ ټیم د سفیر په توګه پاکستان دوره كوي، بنګله دېش یو ورور هیواد دی۔ الله تعالی د پاکستان په شان بنګله دېش ته هم ډیر وسائل وركړي، بنګله دېش د نړیوالو هیوادونو په منځ كښې د یوه پیاوړي اقتصادي هیواد په توګه پیژندل کیږي۔ د دواړو ګاونډیو او وروڼو هیوادونو ترمينځه د مرستي پراخه موقعي شته، مونږ اړتیا لرو چې د دواړو هیوادونو د وګړو د فلاح او بهبود لپاره په ګډه کار وکړو۔صدر زیاته کړه چې د بنګله دېش نوي نسل د پاکستان څخه د جلا کیدو د درد كفيت څخه بے خبره دی۔زه هغه نسل څخه تعلق لرم چې مونږ یې بیلیدلو سره ليدلي يو۔ اوس وخت راغلی چې مونږ په هر ډول د دې درد درملنه وکړو۔ د دواړو هیوادونو ترمينځه د قوي اړیکو او نږدېوالي لپاره بیړنۍ كار كولو ته اړتیا ده۔ مونږ باید په ګډه داسې اقدامات وکړو چې له امله یې د دواړو هیوادونو وګړي سوکاله شي۔ په دې اړه باید د دواړو هیوادونو ځوانان خپل پوره كردار ترسره كړي ۔ د دې څخه وړاندې صدر آصف علي زرداري د پاکستان او بنګله دېش کرکټرز او آفيشلز سره مصافحه وکړه او نیكې هیلې یې څرګندې کړې۔ ده ووئيل په اوسني سيريز كښې د پاکستان د کرکټ ډلي كاركردګي ډیره ښه وه او د بنګله دېش کرکټ ټیم هم د لوړ معیار لوبه كړي۔