
اسلام اباد 01 جون (اے پي پي)د پاکستان نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سناتور اسحاق ډار د برتانیې خارجه وزیر ډیویډ لامي سره ټلیفوني خبرې کړې دي۔د اتوار په ورځ د خارجه وزارت د اړڅه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوي چې دواړو مشرانو په دوه اړخیزو اړیکو او په خاص ډول د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د دوه اړخیزو اړیکو په لا زیاتولو خبرې اترې وکړې۔دواړو مشرانو په دې اتفاق وكړو چې رابطه به روانه ساتلې شي او د روانې میاشتې په آخر ی كښې به د لوړې کچې هلو ځلو په مهال ملاقات هم كولې شي۔