پاکستان او افغانستان د سیمه ایزو رابطو لپاره د ازبکستان-افغانستان-پاکستان (UAP) ریلوے لائن په اهميت زور راوړو

اسلام اباد 01 جون (اے پي پي)پاکستان او افغانستان د سیمه ایزو رابطو لپاره د ازبکستان-افغانستان-پاکستان (UAP) ریلوے لائن په اهمیت زور راوړلو سره فريم ورك لوظنامے ته زر تر زره حتمي شكل وركولو له په ګډه كار كولو ته اتفاق وكړو۔د خارجه وزارت لخوا جاري شوې اعلامیه كښې وئیلي شوي چې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سناتور محمد اسحاق ډار د اتوار په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو لنډمهاله وزیر امیر خان متقي سره ټلیفوني خبرې وکړې۔د بهرنیو چارو لنډمهاله وزیر امیر خان متقي د پاکستان لخوا د سفارتي اړیکي د سفیر په کچه زياتولو پریکړې هرکلی كولو سره ووئيل چې افغانستان هم د ځواب وركولو پریکړه کړې ده۔ ده دا د دوه اړخیزو اړیکو لپاره يو مثبت پېش رفت وګرځولو۔دواړو مشرانو د 2025 اپرېل په 19مه کابل ته د خارجه وزير اسحاق ډار د درې په مهال د شویو پریکړو هم جاج واخست او څرګندونه یې وکړه چې د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځه د دوه اړخیز باور جوړولو لپاره به پرله پسې کار روان ساتلې شي۔د سیمه ایزو اړیکو لپاره د ازبکستان-افغانستان-پاکستان (UAP) ریلوے لائن پروژې په اهمیت زور راوړلو سره دواړو مشرانو اتفاق وكړو چې فريم ورك لوظنامے ته زر تر زره حتمي شكل وركړې شي۔