د پاکستان 33 ورځنی پري حج فلائټ عملیات په كاميابۍ سره بشپړ شوي۔د مذهبي چارو وزارت ویاند

جده 01 جون (اے پي پي) د پاکستان 33 ورځنې پري حج فلائټ عملیات، چې د اپرېل په 29مه نيټه پیل شوی ؤ تيره ورځ د پي آئې اے الوتکې (PK-759) د کراچۍ څخه په رسیدو سره په كاميابۍ سره بشپړ شو۔ په دې فلائټ كښې 307 حاجیان ناست وو او دا فلائټ د ماښام په 6:55 بجے (د سعودي ځايي وخت) له مخې سعودي عربستان ته ورسېده۔د مذهبي چارو وزارت ویاند محمد عمر بټ اے پي پي ته ووئیل چې 88260 حاجیان د حکومت د حج سکیم له مخې په 342 فلائټونو کښې د پاکستان د بیلابیلو ښارونو څخه سعودي عربستان ته سفر كړې۔ 27011 حاجیان د خصوصي حج ګروپونو له لارې سفر وکړو۔ په مجكوعي توګه سږکال به د 115000 څخه زیات پاکستاني حاجیان حج ترسره کړي۔د عملیاتو په وړومبي پړاو کښې39717 حاجیان د 156 پروازونو د لارې د مئي تر 28مې نيټي مدینې منورې ته لیږلې شوي ۔پي آئی اے، سعودي ایئرلاین، سرین ایئر، ایئر بلیو او ایئر سیال پروازونه ترسره کړې۔ ویاند ووئیل چې د حاجیانو د اسانيو لپاره 470 ناظمان تعينات شوي ۔ هر ناظم به د 188 نه تر 200 حاجیانو سره هر وخت موجود وي او د هغوي به تر منیٰ ، عرفات، مزدلفه، جمرات او بیرته مکې مکرمې پورې لارښوونه کوي۔