عمر ایوب خان ارشد ندیم ته ايشين چيمپئن شپ كښې د سرو زرو مډال په ترالاسه كولو مبارکي وركړه

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) قومي اسمبلۍ كښې مخالفي ډلي مشر عمر ایوب خان ارشد ندیم ته په جنوبي کوریا کښې ايشنين چيمپئن شپ كښې د سرو زرو مډال ګټلو په ترلاسه كولو مبارکي ورکولو سره وئيلي چې د ارشد ندیم ګټه د ټول قوم ګټه ده ۔ تيره ورځ په خپل بیان کښې ده ووئيل ارشد ندیم تېر کال د پيرس المپیکس ګيمز نه پس ايشين چيمپئن شپ كښې هم د سرو زرو مډال ترلاسه كولو سره د ټول قوم سر په فخر سره پورته كړې ۔ ده دعا وکړه چې “الله تعالی دې ارشد ندیم په سباؤن کښې نوري كاميابۍ وركړي”۔