
ملګري ملتونه 01 جون (اے پي پي) د پخوانې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې به 9 کسیزه پارلماني پلاوې د 02 نه تر 03 جون د نیویارك دوره كوي۔ د دې دورې په مهال به هغه د هند سره د وروستيو كښې د پوځي شخړې په اړه د پاکستان دریځ وړاندې کړي او د دې شخړې په اړه به د نوي ډيلي د غلطو معلوماتو کمپاین سره مقابله كوي۔په نیویارك کښې د خپلي درې په مهال به د پلاوي غړي ځيني ملااقتونه كوي، چې په کښې د ملګرو ملتونو له عمومي سيكتر انتونیو ګوتیرس، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر او هم دغسې د ملګرو ملتونو د امنیتي كونسل مستقل او غیر مستقل غړو سفیرانو سره ملاقات شامل دې ۔د دې ملاقاتونو نه علاوه پلاوی به په ملګرو ملتونو کښې د OIC غړو ته هم بريفنګ وركوي ۔د دورې په اختتام به بلاول بهټو زرداري د نورو غړو سره یوځائی د ميډيا استازو سره خبرې كوي۔